WELCOME TO THE NATURE OF PUKHTOON'S | ISLAM | PHOTO PAGE | PASHTU MATALONA | MIX POEMS | JOKES & PROVERBS | AFGHANISTAN HISTORY | LOVE QUOTES | SLIDE SHOW | Realblog

WELCOME TO ALL OF YOU ESPECIALLY TO LOVERS


AHMAD SHOAIB ZARIF ... THIS PICTURE IS A VIEW OF MURREE-Pakistan



Name:
Email:
HomePage:
Where are
you from:
Comments:

 ترټولو ښه ملګری ښه کتاب دی.

 رشوت هغه بلا ده چي انصاف خوري.

 دبدسلوک ځواب نیکي ده .

 عقلمند هغه دی چي د نورو غلطي هیره کړي.

 داسي مه وایه چي شپه سوه بلکه داسي ووایه چي سهارراتلونکی دی.

 دژبي جادو ترټولو خطرناک دی .

 هردوست خیر غوښتونکی نه دی.

 د چمن هره غوټۍ نشي ګل کیدلای.

 ښه خوی والا یوازي نه پاته کیږي.

 څوک چي پرځان فتح حاصله نکړي پرنوروباندي فتحه حاصلول مشکل کاردی.

 څوک چي د میني اقرار نکوي تل به د نفرتونو په خړسیلاب کي لاهووي. 

 هره خندیدونکې څیره دخوشحالي د زیري نماینده ګي نکوي.

 

د همت  زلمي  که  زړونه  واړه  نه کړي
معشوقې به یو وخت خپلې را واده کړي


زما سترګو ته ، ته  ولی په  غضب  شوې
خپلو سترګو ته  دې وګوره چې  څه کړي


د سپین  مخ  رڼا د  میني  کوي  ژبا ړه
که همدا کانې کوي  نو  ډیر به  مړه کړي


له  خوږمنو  زړونو لاویني  جاري  شي
په نکریز و چې ښایسته  لاسونه سره کړي


زما اوښکو ته يي تور با ڼه  را ټیټ کړل
د تو ر سرو  درنا وئ  خو  پښتا نه   کړي


که  ګر یوان  يي د سیني  ساتونکئ نه شي
ډیر  د حسن  لیوني  به  باندې  مړه کړ ي


که  همد ا ملا  او  د ا يي   تر ا ویح  وي
د جنت  د و زخ  سود ا  به  دلته  وکړي


دا سړې اوښکې چې مړې  په  مخ بهیږي
دا به  یو وخت ګر یوانونه  را تاوده  کړي


خدمتګار په  اشارو د سترګو پوه شو

چــــي  جانان  يي اوس خبرې  په لیمه کړي 
 
 
 

ځواني شاعري غونچې پښتنې ته :

غنچه پښتنه د کوټي اوسیدونکې ده. یوه په زړه زخمی پښتنه ده چی د درد او کړاو اواز یې هیچا وانه ورېدی. هغه د خپلی ارادې په خلاف داسی چاته واده شوه چی هغې نه په ژوند کی لیدلی او نه یې غوښتل چی ورته واده شي.  زه نه یم خبر چی غنچه به د څو کالو وي خو هغه موږ ته وایی  چی  د خپلی سیمی د کوم ځلمي سره یې د زړه مینه درلوده او غوښتل چی هغه یې د ژوند ملگری وي. د هغې د مینی سوز د هغې د شعری مجموعې څخه ښکاري چی تقریبا په یوه میاشت کی یې بشپړه کړې او تقریبا ټول نظمونه او غزلي یې خپلی پاکی مینی ته وقف کړي دي. څرنگه چی دا شعرونه بیخی په تازه کلونو کی لیکل شوې دي نو زه په یقین سره ویلای شم چی غونچه لا اوس هم  ډېره ځوانه ده ، او لا د ژوند ډېر اوږد واټن په مخکی لري. زه د هغې د ژوند د ټولو ناخوالو سره سره د هغې د قلم څوکه تیره غواړمه. کوټي ته می د یوه سفر په ترڅ کی د هغې د« وایه خوب به څنگه راشې ؟» تر عنوان  لاندی دغه شعری مجموعه ترلاسه کړه. په امریکا کی مي د نورو نویو ترلاسه کړو کتابونو په سلسله کی ددغی وړې مجموعې پاڼی هم واړولې. د دې وړې شعری مجموعې اغیزه تر ډېرو لویو کتابونو ژوره وه او چی څرنگه می د دې شعرونو  لوستل پای ته ورسول په هغه شپه  مي دغه نظم ولیکی.  پرېږده چی د یوې نامرادي میني د غم لړلي داستان څخه زما یوه نیمگړې خاطره وي

  چی ته ژړېږې زه به هم ژاړمه

  چی ته ژړېږې زه به هم ژاړمه 
څوک یې نجلۍ چی می په نیمه شپه کي
له سترگو تښتوې خواږه خوبونه
ستا له زگیریو مي خیالونه زخمي
ستا له زخمو راته راځي دردونه
زه دي له دې ځایه وی وی اورمه
زما نازولي ښایستې پښتنې
زه دي د سوي زړه زگیروی اورومه
زما زمولیدلي سرې غونچې پښتنې
‏ ته یې خبره په مذهب  د مینی‏؟
‏ ‎ ځکه پر تا باندی اوس گران دی جانان‏؟
‏ زه یې منم چی دي په زړه کی اوسي‏؟
زه دا منم چی دي ایمان دی جانان‏؟
ته لکه شمع په تیارو کی ژاړې
کرار کرار دي ویلیدل زده کړي
د خپل جانان د بیلتانه پر پله دي
پر سر اورونه بلول زده کړي

زړه مي را ډک شي وایم چیغی کړمه
ستا له قاتله انتقام واخلمه
چی ستا د پاکي میني خون یې کړی 
زه یې د سرو وینو ډک جام واخلمه
هم  دمخلوق په مخ کی سپین کړمه ځان
هم له خالق څخه انعام واخلمه
نجلۍ له درده سوځم سره لمبه شم
چی ته بې برخي له خوښیو گرځې
راته د گل څانگي اغزي اغزي شی
چی ته بیزاره له سپرلیو گرځې
چی ‏ ‎ دي له خپلو پر زړه غشي اوري‏؟ ‎
خود به زړه ماتې له پردیو گرځې

گوره نجلۍ ته خو یوازی نه یې
داسی یې ډېری درخانۍ وړي دي
د نیل دخدای له قهره ډېری ښکلي
کله څپو کله سیلۍ وړي دي
داسی زرگوني شوې پر څانگو وچي
چایې له ښاخ سره غوټۍ وړي دی
له افسانو یې نکلچي شو ستړی
پیغلي کیسې یې تر شپیلۍ وړي دي
له فریادونو یې څوک نه شول خبر
چیغی یې ستوني کي زیندۍ وړي دي

خو دا خبره مي په زړه کی گرځي
چی نجلۍ ستا سره زگیروی نه  وایی
تش د فریاد لپاره نه یې پیدا 
ستا له لویي سره وی وی نه وایی
چی پر کیسو به یې د اوښکو شپه وه
هغه نامرادي درخانۍ تللي دي
اوس د بدرۍ کلي ته نه ورځي څوک
هغه د اوسپني څپلۍ تللي دي

ستا گوتي خدای په قلم ښکلي کړلې
ته نازولې د بادار یې نجلۍ
نجوني به ستا گرېوان ته لاس اچوي
ته اوس ملاله زموږ د ښار یې نجلۍ
پرېږده د مینی دا وړې خبري
زموږ حماسو لره په کار یې نجلۍ

ستا په پاکۍ ستا په عزت می قسم
له پرهارونو دي خوږېږم دلته
پر نیمه شپه دي پټي ساندي اورم
لکه بې وسه مور ژړېږم دلته
ته وایه خوب به څنگه راشي‏ ‎ ماته؟
ستا په لمبه چی زه سوځیږم دلته

خو زما ملالي زما غونچې پښتنې
ته اوس د شپو د سپینولو نه یې
ته چی خالق موږته شاعره کړلې
نور پرخپل ځان د ژړېدلو نه یې
ته خدای د فکر د پرواز میرمن کړې
ته د قفس د اوسیدلو نه یې
د قلم څوکه دي تیره که نجلۍ
چی ستا دچیغي د ایستلو وخت دی
پښتنې خویندي زولنې شرنگوي
نن د زندان د ړنگولو وخت دی
په دې گونگي په دې ړانده اولس کي
ستا د آواز پورته کیدلو وخت دی
د رواجونو د وحشی زولنو
په یوه ږغ د ماتولو وخت دی
ته به راځې موږ به یوازي نه یو
د ابوجهل د وژلو وخت دی

راځه په گډه حماسه جوړه کو
په یوه ږغ به هنگامه جوړه کو
ته پلو راوړه زه شمله دروړمه
پر غلیمانو به تیاره جوړه کو
 د ظالمانو پر نړۍ به غونچې
په نیمه شپه کی زلزله جوړه کو

پښتنې لوري اوښکي مه تویوه
سبا به  مور یې چی جهان زنگوې
زه دي له سیاله سره سمه غواړم
ته به په غیږ کی خوشال خان زنگوې
تاته اوه زامن پر غولي ښه دي
ټول به اکبر او ایوب خان زنگوې

پښتنې اوس دي مبارک شه خپل کور
په خپل عزت کی څومره ښه ښکارېږې
ژوندون یوازي مینه مینه نه ده
گوره په پت کی ښایسته  ښکارېږې
ستا له عصمت شه زر غلیمه قربان
په خپل پلو کی فرشته ښکارېږې

ته لا نجلۍ یې ستا زلمۍ ویني لا
د وخت پیچومي آزمییلي نه دي
ته لا تر اوسه په ساحل کی اوسې
تا د توپان څپې لیدلي نه دي
تاته  لا گوري د ازل څپیړي
چی پر نازک مخ دي خوړلي نه دي

ورځه له نجونو سره ونڅیږه
ځه د بوډۍ په ټال کی وزنگیږه
ځواني یو ځل ده بیرته نه راگرځي
نن د سهار نسیم ته ومسیږه
یو ځل د غاړي هار دانه دانه که
ځه له همزولو سره وخندېږه 
خو ما خبرکه چی خندلي دي وي
چی په همزولو کی نڅلي دي وي . 

 

د مینی اور

 

چه په زړه کي ئي بليږي ا و رد ميني
څه ا ثا ر به ئي په ظا هر و جو د هم ويني
ند ه مينه تش چه زړه پو ري محد و د وي
ريښتيا مينه وچوي د زړګي ويني
څوک مين چه وي په سرو خما رو سترګو
بيا روبا ر ته کړ ي هميش خبري سپيني
زه خنجر هم ستا د ميني د عو يد ا ر يم

 

تو ري سترګي مي شو ي ستا لا ري ته سپيني 

 

 

   













how is sex related to maths?..add two person and a bed..substract cloths..divide the legs..multiply the strokes..and the result is satisfucktion..!aha!!!